په سرپل ولايت کې د کابو ۵۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۴
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په قطغن سای ساحه کې د څلور سوه نهه اتیا (۴۸۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسي لاندې ونیوله او پرېکړه یې وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه بشپړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي. 
همدارنګه، په دې ناسته کې د ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسي لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS