د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې، چې د یادو ولایتونو د عدلیې ریاست مسؤولینو هم ګډون درلود، د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس په دغو ولایتونو کې د مدافع وکیلانو یو شمېر ستونزې شریکې کړې او ټینګار یې وکړ هغو کسانو ته د وثیقې او وکالت اجازه ورنه‌کړل شي چې د دفاع وکالت قانوني جواز نه‌لري.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې د استیناف محکمو د رياستونو لخوا مدافع وکیلانو لپاره د مسلکي زده‌کړو د برنامو پر جوړولو هم ټینګار وکړ او د مدافع وکیلانو د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره یې اړتیا وبلله.

له بلې خوا، د پکتیا او خوست ولایتونو مقاماتو او سیمه‌ییزو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې د مدافع وکیلانو ستونزو ته به رسیدګي وکړي او د عدلیې له ریاستونو سره به هم همغږۍ زياتې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS