د ننګرهار د عدلیې ریاست او ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۵۵
.

 د عدلیې ریاست مسؤولینو او د ننګرهار زون د مدافع وکیلانو آمریت مسؤولینو د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له یو شمېر مسؤولینو سره ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو د چارو د ښه تنظیم، د موجودو ستونزو شریکولو او د اړوندو نورو مسایلو په اړه بحث وشو او د مدافع وکیلانو د آمریت  مسؤولینو د ښاري محکمې له مسؤولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال په دې ناسته کې د ښاري ابتدائیه محمکې مسؤولینو  ژمنه وکړه چې په اړوندو برخو کې مدافع وکيلانو ته لا زیاتې اسانتياوې برابرې کړي او له هغو سره به همکارۍ زیاتې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS