په کندز ولايت کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۲
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې په ګلتپې ولسوالۍ کې د دوه سوه (۲۰۰) جریبه ځمکې دوسیه بررسي کړه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخيص کړه.
هيئت پرېکړه وکړې چې د يادې ځمکې دوسیه دې بشپړې شي او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې تخنيکي هیئت د کندز ولایت، اقتاش ولسوالۍ اړوند په کهنه قلعه ساحه کې د یو سلو شپږ دېرش (۱۳۶) جریبه ځمکې دوسیه هم تر بررسي لاندې ونيوله او په اړه یې لازمه پرېکړه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS