د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۲:۱۶
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲۲
Background image

په لغمان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د لغمان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو. . .

BACK TO NEWS