د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Sun, Jun 01 2025 12:16 PM
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS