غزني ولایت ته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبري پلاوي سفر

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۱۲
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ پلاوي د عدلیې وزیر، د دغه  کمېسیون رئیس او د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذی‌القعدې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له مقاماتو او سیمه‌ییزو مسؤولینو سره یې وکتل او خبرې وکړې.

په دې سفر کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې استازي محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو  غړو او مسؤولینو د عدلیې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د کمېسیون رهبرۍ د دغه سفر په ترڅ کې د غزني له والي او نورو سیمه‌ییزو مقاماتو سره یوه غونډه وکړه او د امارتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه یې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې.

محترم شیخ‌ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دې ناسته کې د امارتي ځمکو د استرداد په هکله د کمېسیون پر جدیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او کمېسیون سره د غزني ولایت د خلکو او سیمه‌ییزو ادارو همکارۍ ته اساسي اړتیا ده.

دغه راز نوموړي وویل چې د قانون مطابق، کمېسیون د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد مسؤولیت لري او یوازې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځمکو د وېش صلاحیت لري. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید د جوماتونو د ملا امامانو، علماوو او رسنیو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس په دې غونډه کې د خپلې وینا په بله برخه کې، اتفاق او یووالی د نظام د ساتنې یوازینۍ لاره وبلله او توصیه یې وکړه چې امارتي مسؤولین دې په خپلو کارونو کې اخلاص او صداقت ولري.

په یاده ناسته کې محترم مولوي عطاء الله عمري، د کرنې او اوبو لګولو وزیر وویل چې د اراضۍ (ځمکو) موضوع په ټول افغانستان کې یوه لویه موضوع ده چې له پخوا څخه په دې برخه کې پاتې دي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په همدې منظور د اراضۍ او د غصب شویو ځمکو استرداد په برخه کې د ستونزو لرې کول په خپلو لومړیتوبونو کې نیولې او د یو نوي وزارت جوړول هم د همدغه واقعیت څرګندوی دی.

له بلې‌خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم وویل چې پخوانیو نظامونو سربېره پر دې چې د غصب او غاصب مخه نه‌نیوله بلکې هغوی ته یې حکومتي امتیازات هم ورکول او هغوی لپاره یې د غصب زمینه برابروله. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د بیت ‌المال د ساتنې لپاره خپله ټوله هڅه کوي او اړتیا شته چې خلکو ته هم د بیت ‌المال د اهمیت او د هغه د ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شي.

د چارو ادارې عمومي رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور هم په دې ناسته کې د امیر له امر څخه پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولایتونو سیمه‌‌ییزې ادارې باید د کمېسیون له تخنیکي هیئت سره د امارتي غصب شویو ځمکو د تشخیص په برخه کې دوامداره همغږي ولري.

د سترې محکمې استازي، محترم شیخ عبدالصمد حقاني هم وویل چې د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدو کې میلیونونه جریبه امارتي او عامه ځمکې د زورواکو لخوا غصب شوي او کمېسیون د اړوندو ادارو په همغږۍ دغه ځمکې استرداد کوي.

بل‌خوا د غزني والي، محترم ملا عبدالصمد جاوید په دې ناسته کې روښانه کړه چې د مخکينۍ ادارې پر مهال په دې ولایت کې ډېرې ځمکې غصب شوي او په ورته وخت کې د بې‌سرپناهۍ ستونزه هم وجود لری. هغه ډاډ ورکړ چې د غزني ولایت مقام او سیمه‌‌ییزې ادارې به د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې په ټول توان سره همکاري کوي.

په دې ناسته کې د غزني ولایت د غصب شویو ځمکو د تشخیص تخنیکي هیئت او د بېلابېلو برخو  نورو مسؤولینو هم خبرې وکړې او خپل پرمختګونه او ننګونې یې د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

BACK TO NEWS