غزني ولایت ته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبري پلاوي سفر

barekzai_admin
Thu, May 15 2025 9:12 AM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ پلاوي د عدلیې وزیر، د دغه  کمېسیون رئیس او د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذی‌القعدې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له مقاماتو او سیمه‌ییزو مسؤولینو سره یې وکتل او خبرې وکړې.

په دې سفر کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې استازي محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو  غړو او مسؤولینو د عدلیې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د کمېسیون رهبرۍ د دغه سفر په ترڅ کې د غزني له والي او نورو سیمه‌ییزو مقاماتو سره یوه غونډه وکړه او د امارتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه یې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې.

محترم شیخ‌ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دې ناسته کې د امارتي ځمکو د استرداد په هکله د کمېسیون پر جدیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او کمېسیون سره د غزني ولایت د خلکو او سیمه‌ییزو ادارو همکارۍ ته اساسي اړتیا ده.

دغه راز نوموړي وویل چې د قانون مطابق، کمېسیون د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد مسؤولیت لري او یوازې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځمکو د وېش صلاحیت لري. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید د جوماتونو د ملا امامانو، علماوو او رسنیو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس په دې غونډه کې د خپلې وینا په بله برخه کې، اتفاق او یووالی د نظام د ساتنې یوازینۍ لاره وبلله او توصیه یې وکړه چې امارتي مسؤولین دې په خپلو کارونو کې اخلاص او صداقت ولري.

په یاده ناسته کې محترم مولوي عطاء الله عمري، د کرنې او اوبو لګولو وزیر وویل چې د اراضۍ (ځمکو) موضوع په ټول افغانستان کې یوه لویه موضوع ده چې له پخوا څخه په دې برخه کې پاتې دي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په همدې منظور د اراضۍ او د غصب شویو ځمکو استرداد په برخه کې د ستونزو لرې کول په خپلو لومړیتوبونو کې نیولې او د یو نوي وزارت جوړول هم د همدغه واقعیت څرګندوی دی.

له بلې‌خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم وویل چې پخوانیو نظامونو سربېره پر دې چې د غصب او غاصب مخه نه‌نیوله بلکې هغوی ته یې حکومتي امتیازات هم ورکول او هغوی لپاره یې د غصب زمینه برابروله. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د بیت ‌المال د ساتنې لپاره خپله ټوله هڅه کوي او اړتیا شته چې خلکو ته هم د بیت ‌المال د اهمیت او د هغه د ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شي.

د چارو ادارې عمومي رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور هم په دې ناسته کې د امیر له امر څخه پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولایتونو سیمه‌‌ییزې ادارې باید د کمېسیون له تخنیکي هیئت سره د امارتي غصب شویو ځمکو د تشخیص په برخه کې دوامداره همغږي ولري.

د سترې محکمې استازي، محترم شیخ عبدالصمد حقاني هم وویل چې د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدو کې میلیونونه جریبه امارتي او عامه ځمکې د زورواکو لخوا غصب شوي او کمېسیون د اړوندو ادارو په همغږۍ دغه ځمکې استرداد کوي.

بل‌خوا د غزني والي، محترم ملا عبدالصمد جاوید په دې ناسته کې روښانه کړه چې د مخکينۍ ادارې پر مهال په دې ولایت کې ډېرې ځمکې غصب شوي او په ورته وخت کې د بې‌سرپناهۍ ستونزه هم وجود لری. هغه ډاډ ورکړ چې د غزني ولایت مقام او سیمه‌‌ییزې ادارې به د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې په ټول توان سره همکاري کوي.

په دې ناسته کې د غزني ولایت د غصب شویو ځمکو د تشخیص تخنیکي هیئت او د بېلابېلو برخو  نورو مسؤولینو هم خبرې وکړې او خپل پرمختګونه او ننګونې یې د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS