د لغمان ولایت د عدلیې رئيس د دولت شاه ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۲:۴۶
.

 د لغمان ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت دولت شاه ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال عبدالشکور صبور او نورو سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې د لغمان ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د دواړو ادارو ترمنځ یي په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.
نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادۍ ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د لرې کولو  ډاډ ورکړ.
همدارنګه په دې سفر کې د عدلیې رئيس د دولت شاه ولسوالۍ د امارت د قضاياو له عمومي مديریت څخه هم ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدې.
د عدلیې رئیس د یادې ولسوالۍ د امارت د قضاياو عمومي مديريت ستونزو ته د رسيدګي په برخه کې ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې عدلیې رياست تل له دوی سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS