د پکتیا ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۰
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح د روژې د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې په روځ، د یاد ولایت د خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د یاد رياست په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې د عدلیې رئيس ټینګار وکړ چې د خيريه بنسټونو مسؤولين دې په خپلو کاري اجراآتو کې له خلکو سره ښه چلند وکړي او مرستې ته دې په اړمنو او مستحقو کسانو وويشي. 
همدارنګه، په دې کتنه کې د خیريه بنسټونو مسؤولینو خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د عدلیې ریاست یې د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS