د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۵۷
.

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د غزني ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو اړینو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، په دې ناسته کې د غزني ولایت د عدلیې ریاست اجراآتو په اړه د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې رياست د استول شوي راپور په اړه هم خبرې وشوې او د عدلیې رئیس د دغه ریاست له کارکوونکو څخه  وغوښتل چې خپلې کاري نيمګړتياوې حل کړي.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په موخه وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS