د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۳:۲۶
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  امر الله مصلح او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د بغلان ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو مطابق جوړول، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS