په پروان ولایت کې څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
.

 د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي مولوي محمد ادریس انوري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس، مولوي روح الله روحاني د ولایت له مقام سره د دغه هیئت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور شریک کړ.

نوموړي وویل چې د یاد هیئت د فعالیت له پیل راهیسې څوارلس زره نوي (۱۴۰۹۰) جریبه امارتي ځمکې له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته او د مرکزي کمېسیون د پرېکړې  او یا د امارتي توب پر مبنا یې د متصرفانو د اعتراف په اساس استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم شوي دي. د هغه په وینا، کابو اته زره (۸۰۰۰) جریبه نورې ځمکې بیا د هيئت تر بررسۍ لاندې دي.

په ورته مهال، د پروان والي مولوي محمد ادریس انوري د هیئت لاسته راوړنې وستایلې او یاد هیئت ته یې د لا زیاتې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS