په کنړ ولايت کې د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر دفترونو بررسي او نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۵۳
.

د کنړ ولایت د عدلیې رياست او د نورو سيمه یزو ادارو ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې د دفترونو د متصديانو شته نيمګړتياوې مشخصې شوې او د حل په برخه کې لازمې توصیې وشوې.

همدارنګه، نظارتي پلاوي د موټر پلورنځيو پر مسوؤلينو ټينګار وکړ چې، دوی باید په جعلي سټو د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي او د معاملاتو لارښوونې له متصديانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل اجراآت د قانون او شرعي اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

د کنړ ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو او خيريه بنسټونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS