په غور کې څه باندې ۴۲۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۴۶
.

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه او په ترڅ کې یې څلور‌سوه او دوه‌ویشت اعشاریه اووه (۴۲۲.۷) جریبه ځمکه، امارتي تثبیت شوه.

په دې ناسته کې د غور ولایت په ګلدره غلمین کې د څه باند درې‌سوه او یو اویا (۳۷۱) جریبه ځمکې او په بادګاه ساحه کې د یو پنځوس (۵۱) جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

تخنیکي هیئت د یادو دوسیو په بررسۍ سره دواړه قطعې ځمکې امارتي تثبیت کړې او پرېکړه یې وکړه چې دغه دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې له دې جملې په غور ولایت کې وقفي ځمکې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS