په تخار ولایت کې د کابو ۵۶۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۲۴
.

د تخار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یوې ناستې په ترڅ کې په یاد ولایت کې د نږدې پنځه‌زره او شپږسوه (۵۶۰۰) جریبه ځمکو دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیولې.

دا ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه او د دشت قلعې ولسوالۍ د څلور زره اوه‌سوه څلور پنځوس (۴۷۵۴) جریبه ځمکې، د درقد ولسوالۍ د اته‌سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې او د تخار په بېلابېلو برخو کې د ۳۲ جریبه ځمکو دوسیې بحث او بررسي لاندې ونیول شوې.

تخنیکي هیئت د درقد ولسوالۍ د ۸۰۰ جریبه امارتي ځمکې په اړه پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه دې د پړاوونو له تېرولو څخه وروسته د ځمکو په بانک کې ثبت شي او یو شمېر نورې دوسیې دې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د تخار ولایت په څو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو لړ نور موضوعاتو او یو شمېر دوسیو په اړه بحث وشو او د هغو په هکله لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS