د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۴۹
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې، ۱۴ دارالوکالې د پلاوي له‌خوا بررسي شوې او یوه دارالوکاله د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شوه. دغه راز پلاوي د نورو دارالوکالو نیمګړتیاوې هم مشخصې کړې او د هغو متصدیانو ته یې د شته نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.

دغه راز یاد پلاوي د یادې ناحیې د مدافع وکیلانو ستونزې او مستندې ننګونې هم واورېدلې او د حل په برخه کې يې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS