په ننګرهار ولایت کې د ۶ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۱۴
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ربیع الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.

د دغې بررسي په ترڅ کې د دارالوکالو متصدیانو او مدافع وکيلانو ته، د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د مدافع وکيلانو نظارتي پلاوي له‌خوا د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د نيمګړتیاو لرې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS