په ننګرهار ولايت کې د خيريه بنسټ یو دفتر تړل کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۵:۵۹
.

د ننګرهار ولایت د خيريه بنسټونو له دفترونو څخه د نظارت پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد ولایت اړوند د خيريه بنسټونو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د خيريه بنسټ یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د خيريه بنسټونو پاتې د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې. او همدارنګه نظارتي پلاوي له هغوی څخه غوښتنه وکړه، چې رېښتينې مستحقو ته مرستې ووېشي، د مرستو وېشلو په وخت کې انساني کرامت ته درناوی وکړي او اسلامي او افغاني ارزښتونو ته دې پام وکړي.
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د خیریه بنسټونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS