په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړ شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۲۹
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د انسجام آمریت د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر متصديانو لپاره د چارو د ښه والي، په قانوني ډول د فعاليتونو ترسره کول او د مالیاتو ورکولو او د نورو ورته موضوعاتو پوهاوي په موخه زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په یاده زده کړه ییزه برنامه کې  ګډونوالو ته د معاملاتو لارښووني دفترونو د مسؤوليتونو او دندو په اړه هر اړخيز معلوماتو وړاندې شول او په سمه توګه له كتابونو او سټو څخه د ګټې اخیستنې لارې چارې وروښودل شوې.
همدارنګه په دې زده کړه ییزه برنامه کې د ننگرهار ولایت د مستوفیت مسؤولینو هم ګډون کړی وو چې، د مالياتو تادیې په اړه یې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې له کتمان څخه د ځان ساتنې په اړه لازمې توصیې وکړې.
د یادې برنامې په پای کې د ګډونوالو پوښتنې او ستونزې په دقت سره واوریدل شوې او د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په پام کې لري، په یاد ولایت کې د موجودو معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو متصدیانو ته د چارو د ښه والي، په قانوني ډول د فعاليتونو ترسره کول او د مالیاتو تادیه کولو په موخه ورته روزنيزې برنامې جوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د ننګرهار عدليې رئيس د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې پر مسؤولینو ټینګار وکړ چې له اضافي پیسو اخیستلو څخه ډډه کړي

 د ننګرهار ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي  د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې اتحادیې مسؤولینو او د جلال‌آباد ښار د نهه‌ګونو ناحیو د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو سره د همغږۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

په ارزګان ولایت کابو ۴۲۰ جریبه امارتي ځمکه تشخیص شوه

 د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS