د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او دافغانستان د درملو او روغتیایي محصولاتو د متشبثینو اتحادیې مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د افغانستان د درملو او روغتیایي محصولاتو د متشبثینو اتحادیې د ننګرهار برخې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه رياست په مقر کې جوړه شوه.
د همغږۍ په یاده ناسته کې د ننګرهار عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي د اتحادیو له مسؤولينو سره په خبرو کې د خپلو اتحادیو د اساسنامو مطابق د فعالیتونو ترسره کولو په اړه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د اتحادیو مسوؤلینو هم خپلې ستونزې د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس سره شريکې کړې چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.