د بادغیس د عدلیې ریاست، استیناف محکمې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۴۸
.

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست، د استیناف محکمې ریاست او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د شنبې په ورځ د بادغیس ولایت د استیناف محکمې په مقر کې جوړه شوه.

د همغږۍ په ياده ناسته کې د بادغیس ولایت د استیناف محکمې رئيس د مدافع وکيلانو د کړنلارې په اړه معلومات وړاندې کړل او مدافع وکيلانو ته یې لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې، د بادغیس ولایت مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې او محکمې رياستونو، په دې هکله د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS