کابل ښار کې ۱۷ خیریه بنسټونه او اتحادیې د نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۱۱
.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو ریاست نظارتي پلاوي د تېرو څه باندې دوه مياشتو په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۶ اتحادیې او ۱۱ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.

ياد شوي پلاوي په دې بررسۍ سره، ۱ خیریه بنسټ او ۱ شورا چې په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، وپېژندل او د هغوی د ناقانونه فعالیت مخنيوی او دفترونه یې مهرلاک کړل.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د خپلو اتحادیو او خیریه بنسټونو جوازونه تمدید کړي او په اصولي ډول فعالیت ترسره کړي. دغه راز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS