په کابل ښار کې د سرغړونې له امله يوه دارالوکاله وتړل شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۰

د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانورياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه یمه ناحيه کې له دارالوکالو څخه د نظارت او بررسي په پایله کې یوه دارالوکاله د مدافع وکیلانو د کړنلارې د سرغړونې په دلیل وتړله.

دغه نظارت او بررسي د شعبان د میاشتې په ۲۸ نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۲۱ دارالوکالې نظارت او بررسي شوې چې له دې جملې څخه د ۱۹ دارالوکالو فعالیت د اړوندې کړنلارې مطابق وو او یوې دارالوکالي ته چي د هغي د فعالیت ناحیه د جوازلیک مطابق نه وه، لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست، په دوامداره توګه د دارالوکالو له فعاليتونو څخه نظارت کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS