په کندز ولایت کې د ۵۲ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۴۱
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په علي آباد ولسوالۍ او د مرکز په یوې ساحه کې ۵۲ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

د یاد تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د میاشتې په  ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوه او هیئت په کې د علي آباد ولسوالۍ په مغدود خیل ساحه کې د ۱۲ جریبه ځمکې او د کندز، مرکز په عسقلان ساحه کې د ۴۰ جریبه ځمکې په اړه بحث وکړ.

تخنیکي هیئت یادې شوې دواړه ټوټې ځمکه د هغې په امارتي توب د متصرفینو د اعتراف او د ساحې د سپین والي په اساس استرداد کړه او د راتلونکو پړاوونو تېرولو په موخه یې لازمه لارښوونه صادر کړه.

په دې ناسته کې یو لړ نور موضوعات هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او له نږدې د یو شمېر ساحو د بررسۍ په اړه هم تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS