په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۸۸ جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۱۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په مرکز کې د ځینو ساحو په بررسۍ سره څه باندې ۱۸۸ جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت د شعبان د میاشتې په ۱۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د امام خورد کلي شاته ساحې ته ولاړ او د اشخاصو په واسطې غصب شوې امارتي ساحې یې بررسي کړې. د دغې ساحې په بررسۍ سره، ۱۸۸ جریبه، ۱۵ بسوې او ۱۱ بسواسې غصب شوې ځمکه تثبیت او تشخیص شوه چې په اړه به یې لازم تصمیم ونیول شي.

له بلې خوا هیئت د سه شنبې په ورځ هم په خپله ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیو په اړه له دې جملې د ګوسفندي ولسوالۍ د کاریز ساحې د عامه څړځای ۴۳ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې په اړه بحث وکړ او په اړه یې لازم تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS