پروان ولایت کې کابو ۷۶۷۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۱۰
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ کوه صافي ولسوالۍ ته په سفر او د څو ټوټو ځمکو په بررسۍ سره د عامه څړځای څه باندې ۷۶۶۷ جریبه ځمکه په کې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت د کوه صافي ولسوالۍ للمي دښتې بررسي کړې او د یاد شوي عامه څړځای ځمکه یې په کې تثبیت او تشخیص کړه. هیئت د یادې ځمکې له متصرفینو څخه سندونه او مدارک هم وغوښتل.

هیئت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵ جریبه نورې ځمکې له غصب څخه هم مخنیوی وکړ او د کوه صافي ولسوال هم له تخنیکي هیئت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS