د عدلیې وزارت د تقنین ستاژ برنامې د شپږمې دورې وروستۍ آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۱۷
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي-حقوقي څېړنو د چارو انستېتوت د جمادي الاول میاشتې په ۲۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین ستاژ برنامې د شپږمې دورې وروستۍ آزموینه واخیسته.

د تقنین ستاژ په دغې دورې کې ۷۰ تنه شامل وو چې له دغې جملې څخه د هغوی ۲۱ تنه چې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو فارغان دي د آزادې سیالۍ له لارې جذب شوي او د هغوی پاتي ۴۹ تنه نور چې د وزارتونو او امارتي ادارو د حقوقي او تقنیني برخو کارمندان دي د اړوندو ادارو له‌خوا دغې برنامې ته معرفي شوي وو.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هر کال د تقنین ستاژ برنامه جوړوي او د آزادې سیالۍ له لارې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو یو شمېر فارغان د آزادې سیالۍ له لارې او یو شمېر نور د وزارتونو او امارتي ادارو له خوا دغې برنامې ته ورپېژندل کیږې ، په دغې برنامه کې جذبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS