د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې له ۳ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۳:۴۷
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې ۳ دارالوکالو نظارت او بررسي کړې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

دغه هیئت، د بررسۍ په ترڅ کې د یادو دارالوکالو له موقعیت، لوحې، مهر، د هویت کارت، د عوایدو د ثبت کتاب، د مقاولې کتاب، د اداري سندونو د ثبت کتاب او له جزايي فورمو نظارت او بررسي ترسره کړه.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې ۱ دارالوکاله چې لوحه یې نه درلودله او یوه بله دارالوکاله چې تر دې دمه یې د خپلې دارالوکالې مهر ترتیب کړی نه وو، وپېژندلې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS