د عدلیې وزارت د ۲۰ تشو بستونو رقابتي آزموینه اخیستل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۶:۵۶
.

د اسلامی امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست، د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نېټې د چهارشنبې به ورځ، د یاد وزارت د امارت د قضایاو لوی ریاست اړوند د (NTA) ۲۰ بستونو آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دغې آزموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د بشري سرچینو رئیس، د امارت د قضایاو د لوی ریاست سرپرست، د دعوت او ارشاد رئیس او د یاد وزارت نورو مسؤلینو ګډون درلود او د آزموینې له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د آزموینې په پیل کې، د عدلیې وزارت مسلکي معین کار د هغه اهل ته د سپارلو په تړاو خبرې وکړې، ويې ویل چې په اسلامي نظام کې کار د هغه اهل ته سپارل یو اصل دی او په دې اړه په اسلام کې زیات ټینګار شوی دی. نوموړي وویل چې په یوې برخې کې تخصص درلودل په دې معنا نه ده چې هغه شخص په ټولو برخو کې تخصص لري بلکې هره برخه پوه او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې په آزموینه کې بریالیتوب یوازې د وړتیا معیار نه دی بلکه استعداد، اخلاق، اخلاص او د نبوي سنتو پیروي به هم  په دغې آزموینې کې د وړتیا معیار په توګه وګڼل شي. نوموړي د دغې آزموینې ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د امارت د قضایاو د لوی ریاست سرپرست د آزموینې د ډول په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډون کوونکو ته یې د دغې آزموینې په ټولو پړاوونو کې له بشپړې روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره کابو ۳۵۰ تنو فورمې اخیستې وې چې له دغې جملې څخه د هغوی ۲۷۰ تنه شارت لست شوو او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS