په لغمان ولایت کې څه باندې د ۴۲ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۵:۸
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د قرغيو ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو له خوا د ۲ جریبو ۱۲ بسوې ځمکې د غصب په اړه د یادې ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو عریضه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي تثبیت شوه او په هغې کې له نویو تصرفاتو او ودانیزو چارو څخه مخینوی وشو او د هغې له متصرفینو څخه د ملکیت سندونه وغوښتل شول.

دغه راز یاد هیئت د دغه ولایت د مرکز په ده زیارت کلي کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د لرغونې تپې ۴۰ جریبه ځمکې ساحه تثبیت او تشخیص کړه او د دغې ساحې د ځینو برخو له متصرفینو څخه یې سندونه او شرعي مدارک وغوښتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS