د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۸۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۵:۸
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۸ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د قلعه ذال ولسوالۍ د ظلم آباد ساحې د ۶۲۵ جریبه ځمکې دوسیه او د رئیس آباد ښارګوټي دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یاده ځمکه امارتي تثبیت شوه. هیئت لارښوونه وکړه چې یادې شوې دوسیې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د قلعه ذال ولسوالۍ د صالح آباد او تربوز ګذر ساحو د ۳۰ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د یادو ساحو د بررسۍ په منظور توظیف شو ترڅو ساحې له نږدې بررسي کړي او راپور یې وړاندې کړي.

وروسته د تخنیکي هیئت غړي د علي آباد ولسوالۍ میر شیخ ساحې ته روان شو او په دغې ساحه کې ۸۶ جریبه ځمکه له نږدې بررسي کړه او یاده شوې ځمکه یې د هغې د متصرفینو له اقرار څخه وروسته استرداد کړه. دغه راز هیئت لارښوونه وکړه چې د یادې ځمکې د اجارې ورکولو بهیر هم له پړاوونو تېر شي.

ورپسې یاد هیئت د دغې ولسوالۍ لاله میدان ساحې ته ولاړ او د ساحې په بررسۍ سره، په دغې ساحې کې کابو ۹۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS