په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ ۲۶ دفترونه مهرلاک او وتړل شول

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۳:۳۴
.

د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د خلکو د دوکه کولو، د سرګردانۍ او د افرادو او اشخاصو له خوا د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي او د ملي عوایدو د کچې لوړولو په منظور، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په ۱۵ ناحیې کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۹۳ دفترونو او ۵۴ موټر پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

د دغې بررسۍ په پایله کې د معاملاتو د لارښوونې ۱۵ دفترونه او ۱۱ موټر پلورنځۍ د جواز نه درلودلو، د جواز د نیټې پای ته رسیدلو، په جعلي سټو کې د معاملي او د ځینو له خوا یې د نمایندګې جوړولو په اساس، مهرلاک او وتړل شوې.

دغه ریاست د یادو شویو د معاملاتو د لارښوونې او د موټر پلورنځیو د دفترونو مالکانو ته توصیه وکړه چې ژر تر ژره د فعالیت جواز په اخیستلو اقدام وکړي او په راتلونکي کې له غیرقانوني فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS