په کنړ ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو او عریضه لیکونکو د فعالیت بررسي او نظارت

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۲:۱۴
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست نظارتي هیئت د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په اسعدآباد ښار کې د یو شمېر خیریه بنسټونو او عریضه لیکونکو فعالیتونه بررسي او نظارت کړل او د هغو له متصدیانو سره یې کتنه او خبرې وکړې.

یاد هیئت د دغو خیریه بنسټونو متصدیانو ته لارښوونه وکړه چې د مرستو د وېش راپور او دغه راز د خپلو مرستو د ویشلو خبرتیا په معین وخت د یاد ریاست د انسجام له لوی مدیریت سره شریک کړي.

یاد شوي هیئت پر هغوی ټینګار وکړ چې د مرستو له ویشلو وړاندې د هغو مستحقین وپېژني او بې وزله او مستحقو کسانو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه راز یاد شوي هیئت هغوی ته توصیه وکړه چې د هغو انځورونو او چارتونو له ځړولو څخه چې د اسلامي امارت د پالیسۍ په خلاف وي، ډډه وکړي.

د خیریه بنسټونو مسؤلینو هم ژمنه وکړه چې مستحقې کورنۍ به په نښه کړي او د عدلیې ریاست د انسجام له لوی مدیریت سره په تفاهم کې به خپلې مرستې وویشي.

یاد شوي هیئت په دغه ولایت کې د یوشمېر عریضه لیکونکو له غیرقانوني فعالیت څخه هم مخنیوی وکړ او د هغو متصدیانو ته یې لارښوونه وکړه چې له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي او د رسمي جواز د اخیستلو په موخه د یاد ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS