سرپل ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۱:۲
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۸ نېټې د شنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت له والي او نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه خبرې وشوې.

د عدليې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او دغه ولایت ته یې د کمېسیون د مشرتابه د سفر موخه بیان کړه. نوموړي وویل چې په تېرو کلنو کې امارتي ځمکې د غاصبینو له لوري غصب شوي او کمېسیون د یادو ځمکو تثبیت او استرداد ته ژمن دی.

په دغې ناسته کې د کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئتونو سره د سیمه ییزو ادارو په همکاري ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د سرپل ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي  له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS