د بغلان ولایت د عدلیې ریاست د ۱۵ تشو بستونو د رقابتي آزموینې اخیستل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۱
.

د بغلان ولایت عدلیې ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۱ نېټې د شنبې په ورځ د یاد ولایت د ولسوالیو د امارت د قضایاو د لوی مدیریت د ۱۵ تشو بستونو آزموینه د آزاد رقابت له لارې واخیسته.

یاده آزموینه د دغه ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د آمریت په مقر کې جوړه شوه او د بغلان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت او د اړوندو ادارو استازو د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه.

په دغې آزموینې کې په شرایطو برابر ۱۰۰ تنو برخه اخیستې وه او د دغو بستونو ترلاسه کولو لپاره يې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS