د عدلیې په وزارت کې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیرانو لپاره د زده کړییزې برنامې جوړول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۳:۴۴
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیواد ۳۳ ولایتونو د عدلیې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیرانو له پاره د تهیې او تدارکاتو د مدیریت زده کړه ییزه برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د زده کړو آمر، ښوونکو او د دغه ریاست نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغې برنامې برخه اخیستونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغه مسؤلیت او امانت په اړه چې د اسلامي امارت مسؤلینو او کارمندانو او په ځانګړي توګه د ولایتونو د عدليې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیرانو ته ورکړل شوی، خبرې وکړې. نوموړي، مسؤلیت یو ستر امانت وباله او د دغې برنامې برخه اخیستونکو ته یې توصیه وکړه چې د دغه مسؤلیت په ترسره کولو او د دغه ستر امانت په ساتنه کې لازیاتې هڅې وکړي.

نوموړي وویل چې د هر کار او مسؤلیت سرته رسولو کې د کار د ترسره کولو د ډول زده کړه، د مسؤلیت احساس او په غوره ډول د کار ترسره کول ډیر مهم دي او هر کارمند باید دغه اهلیت او وړتیا ولري. نوموړي هغوی ته وویل چې دغه برنامه په همدې منظور جوړه شوې ترڅو د کارونو په ترسره کولو کې ستاسو د وړتیا کچه لوړه شي او د دغه هیواد زوریدلي ولس لپاره د غوره خدمت او کار سبب شئ. نوموړي د یادې برنامې له برخه اخیستونکو څخه وغوښتل چې له دغې برنامې څخه اعظمي ګټه پورته کړي او په ښې لاسته راوړنې سره خپلو دندو ته ستانه شي.

په دغې برنامې کې چې د څلورو ورځو لپاره جوړه شوې، د افغانستان د ۳۳ ولایتونو د عدليې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیران بلل شوي ترڅو هغوی ته د تهیې او تدارکاتو د مدیریت، د اداري مراسلاتو او د دوسیه بندۍ څرنګوالي په اړه زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS