په کندز ولایت کې د ۱۹۵۸ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۲۳
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ته سفر وکړ او ۱۹۵۸ جریبه امارتي ځمکه یې استرداد کړه.

په دغه سفر کې یاد هیئت د دغې ولسوالۍ د شورتنک بابوس ساحې له ۱۹۱۸ جریبه ځمکې څخه چې وړاندې امارتي تثبیت شوې وه، لیدنه وکړه او د یادې ساحې متصرفین يې وپوهول چې دغه ځمکه امارتي ده. دغه راز یاد هیئت د دغې ساحې متصرفینو ته ډاډ ورکړ چې یاده شوې ځمکه به له کړنلارې سره سم  هغوی ته په اجاره ورکړل شي.

په همدې توګه یاد هیئت د امام صاحب د ولسوالۍ د قلم ګذر ساحې د ۴۰ جریبه ځمکې دوسیه چې وړاندې امارتي تثبیت شوې وه، ارزونې او بررسۍ لاندې ونیوله او د هغې د متصرفینو له لیکل شوي اقرار لیک اخیستلو څخه وروسته یې، یاده ځمکه استرداد کړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هغې د اجارې ورکولو د پړاونو تېرولو بهیر د هغې له غیر شرعي متصرفینو سره د یو کال لپاره بشپړ کړي.

دغه راز یاد هیئت د جلي کول ساحې د ۹۲۷ جریبه ځمکې د اجارې ورکولو ستونزه د یادې ساحې د قراردادي او اوسیدونکو ترمنځ حل او فصل کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS