په دایکندي ولایت کې ۸۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۰:۳۸
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د میرامور د معلمینو د ښارګوټي د ۸۷ جریبه ځمکې موضوع بحث لاندې ونیول شوه او د ښوونې د ریاست د ملکیت په عنوان تثبیت شوه او د هغې دوسیه د یاد شوي ملکیت د ساتنې په منظور د یاد ولایت د ښوونې ریاست ته واستول شوه.

په دغې ناسته کې، د ۱ جریبه ځمکې په تړاو د یو کس او د هغه د شریکانو دوسیه او د ۲۰ جریبه ځمکې په تړاو د تخنیکي او حسابدارۍ زده کړو د آمریت دوسیه بحث لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې یادې شوې دوسیې د وروستي تصمیم په غرض مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې د یو لړ نور موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS