د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۵:۳۴
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د نرکوه څړځای په اړه چې د دوو اشخاصو تر ادعا لاندې ده بحث وشو او پریکړه وشوه چې تر لوی سړک پورې د اشخاصو متصرفه قطعې د سندونو په پام کې نیولو سره عامه څړځای راپور ورکړل شي او په هغه صورت کې چې قناعت و نه کړي مرکزي کمېسیون ته راجع شي.

هیئت د مرکز اړوند جر خشنوي پورې د کادستر په نقشه کې شامله په جرتیلک کې د ۷۸ جریبه ځمکې په اړه چې دوو اشخاصو هغه ویشلې ده، پریکړه وکړه چې هیئت له یادو اشخاصو سره تر ادعا لاندې ساحې ته ولاړ شي او هغه بررسي کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د الفاروق ولسوالۍ په خواجه لشکر راه شویج کلي کې د سیاه نیشتر للمي ځمکې موضوع چې وړاندې امارتي راپور ورکړل شوې وه او ګڼو اشخاص په کې د مالکیت ادعا درلودله بررسي شوه. هیئت له یادو اشخاصو څخه سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS