د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۰:۲۳
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم په دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

تخنیکي هیئت په دوو کاري ډلو وویشل شو او له هغو څخه یوه ډله د اسماعیل خیل مندوزي ولسوالۍ للمي ساحې ته ولاړ او په دغې ساحه کې له امارتي املاکو څخه چې وړاندې تصرفات په کې منع شوې وو، څارنه وکړه. یاد هیئت پورته ساحه کې کار بند کړ او اړوند اشخاص یې د هغوی له سندونو سره راتلونکې غونډې ته وغوښتل.

د دغه هیئت دوه یمې ډلې په کرنې ریاست کې دوسیې بررسي کړې او د صبرۍ ولسوالۍ او شیرین جمال او قلموال مېنې د ساحو له یو شمېر اشخاصو سره هم د هغوی د موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

په همدې توګه د تخنیکي هیئت غړو د باک ولسوالۍ د بابکرخیلو قوم له یو شمېر مشرانو او د للمي ساحې له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل او د هغوی د موضوعاتو په تړاو له هغوی سره خبرې وکړې.

دغه راز یاد هیئت د دغه ولایت د مرکز اړوند لکڼو شینکۍ امنیتي پوستې له مسؤل سره هم وکتل او نوموړي ته لارښوونه وکړه چې دغې ساحه کې د امارتي ځمکو له تصرفاتو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS