بامیان ولایت کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه استرداد شوې ده

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۱:۴۷
.

د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دغه ولایت له والي سره د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ وکتل او د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور یې له نوموړي سره شریک کړې.

یاد هیئت د بامیان والي ته راپور ورکړ چې د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۰۰۰۰ جریبه تثبیت شوې ځمکې څخه د هغې ۲۰۰۰ جریبه له غاصبینو څخه استرداد شوې ده.

یاد هیئت د دغه ولایت د والي په ملتیا له نوین ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او په دغه ښارګوټي کې له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د بامیان والي ټینګار وکړ چې ښارګوټي باید له قانون او کړنلارې سره سم جوړ شي او تخنیکي هیئت باید دغه ښارګوټي کې له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړي او د امارتي املاکو له غصب څخه مخنیوي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS