کندز ولایت کې ۱۳ جریبه امارتی ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۱۹

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د بوین نوآباد ساحې د ۱۱ جریبه او ۲ بسوې ځمکې، د عسقلان ساحې د ۱ جریب او ۱۸ بسوې ځمکې او د علي آباد ولسوالۍ د طاهریو ساحې د ۱۸ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

د پورته ځمکو له جملو څخه، د مرکز د بوین او عسقلان ساحو ۱۳ جریبه ځمکه د هغې پر امارتي توب د هغو د متصرفینو له اقرار او اعتراف څخه وروسته، استرداد شوه او د هغې د اجارې ورکوونې په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

د طاهریو ساحې د ۱۸ جریبه ځمکې دوسیې په برخه کې، له څېړنو څخه وروسته مشخصه شوه چې د امارتي ځمکې ۴۰ جریبه په دغې دوسیه کې د شاملو اشخاصو او افرادو په تصرف کې ده او یادې ځمکې امارتي تثبیت شوي دي. د کادستر ټیم موظف شو چې له نږدې څخه د ساحې لیدنه وکړي او هغه استرداد له پاره چمتو کړي.

په دغې ناسته کې، یو شمېر نورو موضوعات په اړه هم بحث او بررسي وشوه او د هغو په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS