د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۱۰
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت روحاني بابا ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوی په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت د مموزیو له قوم څخه د یو شخص د سندونو تطبیق په منظور، د مموزیو ساحې ته ولاړ او ساحه یې سکیچ او کروکي کړه او د هغې حدود یې مشخص کړل.

یاد شوي هیئت د یو بل شخص له متصرفه ځمکې څخه چې مالکانه تصرف په کې وړاندې منع شوی وو، هم لیدنه وکړه. ټاکل شوې ده چې په یادو شوو ساحو کې دقیقې املاکي څېړنې ترسره شي او د اړوندو ارګانونو وروستۍ پریکړې پورې، هر ډول مالکانه تصرف په دغو ساحو کې ممنوع دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS