د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له مقاماتو سره د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د خپل د همغږۍ او حقوقي پوهاوي ناستو په دوام د ذوالقعدې میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له مقاماتو سره ناسته جوړه کړه.
په دغې ناسته کې د موسهي ولسوال الحاج مفتي عبدالاحد حکیمي، د امنیې قوماندانۍ، د استخباراتو، د حج او اوقافو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د اراضۍ او نورو ادارو مسؤلینو حضور درلود.
د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د دغې ناستې ترسره کولو موخه د یادې ولسوالۍ له مقاماتو سره شریکه کړه، زیاته یې کړه چې د عدليې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست دنده، د ټولنې فقیر او بې وزله خلکو سره کمک او حقوقي مرسته ده. نوموړي وویل چې حقوقي مرسته یو ډول معنوي مرسته ده چې ټولنې د اصلاح سبب ګرځي او د زعیم او رعیت ترمنځ وصلت او نږدیوالی رامنځ ته کوي او له هر ډول ناسم ګمان او ناقانونو کړنو څخه مخنیوی کوي.
په دغې ناسته کې، د موسهي ولسوال د حقوقي مرستو د ریاست برنامې او کړنې اړینې او ارزښتناکې توصیف کړې، ويې ویل چې حقوقي پوهاوی ورکول د حق او مکلفیت پېژندلو له پاره اغیزمن دي او ادارو کې د کاري ګډوډۍ د هواریدلو سبب ګرځي او د ادارو او اشخاصو ترمنځ له اختلافاتو څخه مخنیوی کوي.
