د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۴۵
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت تګاب  ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې خلکو د امارتي تثبیت شویو ځمکو پر غصب او د تاسیساتو پر جوړلو یې په کې لاس پورې کړي وو.

تخنیکي هیئت د امارتي مسؤولینو په ملتیا د تعمیر بازار له سیمې او کرم خیل، شیرخیل، سرګینان، عمرخیل، خوشحال خیل او آخندزاده ګانو له کلیو څخه لیدنه وکړه او پر امارتي ځمکو په خپل سر ډول ناقانونه جوړې شوې څلور دیوالۍ او نور تاسیسات يې ویجاړ کړل. یاد هیئت د ساحې پر اوسیدونکو ټینګار وکړ چې د ساحې له بیاځل غصب څخه ډډه او مخنیوی وکړي.

یاد شوي هیئت استرداد شوې امارتي ساحې د ولسوالۍ سیمه ییزو مسؤولینو ته وسپارلې ترڅو له قانون سره سم ترې ګټه پورته کړي او له غصب څخه يې مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS