یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شو

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۹:۴۰
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشت په ۲۸ نېټه د پنجشبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

په دغو مراسمو کې د معاملاتو لارښوونې او د عریضې لیکنې د فعالیت جواز غوښتونکو ته لازم معلومات ورکړ شول او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجې کړل.

د دغو مراسمو په پای کې، د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې رئیس په واسطه ۱۷ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS