د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۱۵

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په آجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، په یوسف خیل ولسوالۍ کې د یو شخص د موضوع په اړه پریکړه وشوه چې هیئت یو ځل بیا ساحې ته ولاړ شي او سندونه له مدعی بها ځمکې سره تطبیق کړي. دغه راز د متاخان ولسوالۍ د ډب ساحې ته د هیئت د سفر په اړه هم لازم تصمیم ونیول شو.

په دغې ناسته کې، د غزني ولایت له تخنیکي هیئت سره د دغه هیئت د کتنې او نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او یاد شوي هیئت له مراجعینو سره هم وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې او د هغوی عریضي یې هم واخیستلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS