د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ له مسوولینو او قومي مشرانو سره د دغه ولایت د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۳:۳۷
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په منظور د دغه ولایت د اله سای ولسوالۍ له مسوولینو، علمای کرامو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د اله سای ولسوالۍ ولسوال د دغې ولسوالۍ د امارتي مسوولینو او اوسیدونکو په استازیتوب د یاد هیئت له راتګ څخه هرکلی وکړ او له یاد هیئت سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد او دغې برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه ګډونکوونو ته معلومات ورکړل شول او د یادې ولسوالۍ د ټولو ساحو د ځمکو د استرداد د څرنګوالي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او د دغې ولسوالۍ له اړوندو مسوولینو او اوسیدونکو څخه وغوښتل شول ترڅو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ساحو د استرداد په برخه کې له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

په پای کې د دغې ولسوالۍ مسوولینو او اوسیدونکو له یادهیئت سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS