د عدليې وزارت د خپرونو له رئیس سره د رڼا خصوصي پوهنتون د مسوولینو کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۸:۵۳
.

د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد افضل احمد د شوال میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د رڼا خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي له رئیس ګل حمید حمیدي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل.

د عدليې وزارت د خپرونو رئیس یاد هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ د رسمي جریدې خپرولو او حقوقي محتوا سره د عدالت مجلې د خپرولو په برخه کې د عدلیې وزارت د فعالیتونو او مسوولیتونو په تړاو خبرې وکړې.

د رڼا پوهنتون د حقوقو پوهنځي رئیس د عدليې وزارت حقوقي خپرونو ته په اشارې سره د یاد پوهنتون د ښوونکو د علمي او حقوقي مقالو په خپرولو کې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتونکی شو او د عدليې وزارت د خپرونو رئیس د همکارۍ ژمنه وکړه.

په دغې کتنه کې په رسمي جریده کې د یاد پوهنتون د کلنۍ ونډې اخېستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS